د فرانسې او عربي متحده اماراتو ولسمشرانو د انرژۍ د همکاريو په اړه خبرې کړي
CMG2022/07/19 11:19:17
شريکول:

د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د جولای په ۱۸مه نېټه د دغه هېواد په پلازمينې پاريس کې د عربي متحده اماراتو له ولسمشر محمد بن زايد النهيان سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همکاريو په اړه ورسره غږيدلی دی.

د فرانسې د انرژۍ شرکت ټوټال په همدې ورځ د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ د نفتو له ملي تصدۍ سره همکاريز تړون لاسليک کړی دی.

فرانسوي خبري رسنيو د دغه هېواد د حکومت د يوې اعلاميې په قول خبر ورکړی، چې دغه تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د همکاريو لپاره ثابت او دايمي چوکاټ برابر کړي.

محمد بن زايد النهيان د جولای په ۱۷مه نېټه پاريس ته  تللی او له فرانسې څخه يې خپله ۳ ورځنۍ ليدنه پيل کړې ده.