د امريکا د انديانا ايالت په يو مارکيټ کې د ډزو له امله ۴ کسان وژل شوي
CMG2022/07/19 10:57:25
شريکول:

د امريکا د انديانا ایالت د مرکز اندياناپوليس په جنوبي څنډې کې په يو مارکيټ کې د جولای په ۱۷مه نېټه ډزې شوي، چې له امله یې ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

پولیس وايي، چې يوه وسله وال، د ګرينوډ پارک په مارکيټ کې پر خلکو ډزې کړي، چې له امله يې د بريدګر په شمول ۴ تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپيان دي

پولیس وايي د پېښې په اړه څېړنې پېل شوي دي.