د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۱۸مه نېټه د دې هېواد د ستراتيژيک پرمختګ او ملي پروژو غونډه کې ويلي، چې ځيني هېوادونه غواړي، روسيې ته د نوې او پرمختللې ټکنالوژۍ پر ليږدولو بنديزونه ولګوي، خو روسيه د نوي حل په هڅه کې ده او نوې او پرمختللې ټېکنالوژۍ ته به پراخه وده ورکړي.
پوتين زياته کړې، چې روسيه نه شي کولی، د نړۍ له مرستو پرته پرمختګ وکړي او هېواد یې باید د نويو او پرمختللو ټکنالوژيو څېړنه پياوړې کړي، د صنايعو ډيجټلي کېدو ته وده او له چټک پرمختګ لرونکو ټکنالوژيکو تصديو څخه پولي ملاتړ وکړي او د انجينرۍ، مخابراتو او ټکنالوژي په برخو کې د کسانو د روزنې سويه لوړه کړي.