د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۹مه نېټه له خپل فنلنډي سیال پیکا هاویستو سره ټليفوني خبرې وکړې.
هاويستو ويلي، چې د فنلنډ ولسمشر ساولي نينيستو د فنلنډ او چين ترمنځ دوستۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوري، د دواړو هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ ګډې کمېټې ډېرې اغېزمنې چارې ترسره کړي، فنلنډ به د يو چين پېژندنې پر تګلارې پر له پسې ټينګار ولري او غواړي له چین سره اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پراخې کړي او زياتې الوتنې بيا پيل او د دواړو هېوادونو تصديو او خلکو ته د تبادلې اسانتياوې برابرې کړي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين غواړي له فنلنډ سره د هراړخيزو پلانونو د پلي کولو لپاره په لوړ کيفيت کار وکړي او د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، د ساینس او ټېکنالوژۍ نوښت، د زرغون پرمختګ او د ژمني سپورټ په برخو کې ورسره ژورې همکارۍ وکړي او د چين او فنلنډ د اقتصاد او سوداګرۍ د ګډې کميټې څخه په ښې استفادې د همکاريو پټ توان لا نور پراخ کړي.
چين د زرغون، کم کاربن او دوامدار پرمختګ پر لارې ټينګار لري او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره به په نړيوالو همکاريو کې هراړخیز ګډون وکړي او غواړي له فنلنډ سره تبادلې او همغږۍ پياوړې کړي.