لي که چيانګ: چين د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار کوي
CMG2022/07/20 11:27:11
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۱۹مه نېټه د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ويلي، چې د چين اقتصاد په نړيوالو اقتصادي چارو کې ژوره برخه لري او ورخلاصون د چين بنسټيزه ملي تګلاره ده.

نوموړي ويلي، چې چين به د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو پر مخ خپله دروازه به لا پراخه پرانيزي.

لي که چيانګ زياته کړې، چې د چين پرمختګ بې له نړۍ نشي کولای او نړيوال پرمختګ هم د چين برخې اخيستې ته اړتيا لري. د چين بازار د نړۍ بازار هم دی.

چين به د پرمختيايي او پرمختللو هېوادونو په ګډون ټولو هېوادونو ته د ورخلاصون پر پرخوالي ټينګار وکړي، د سوداګرۍ نړيوال سازمان په محور څواړخيز سوداګريز ميکانيزم به په ګډه وساتي او ازاده  او عادلانه سوداګري به پرمخ بوزي.

صدر اعظم لي که چيان زياته کړه چې د سوداګرۍ په چارو کې هميشه شخړې او جنجالونه رامنځته کېږي، خو موږ بايد ګډې نظريې ومومو، د نظر توپيرونه ورسره په ښه توګه حل کړو او صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه ثابت وساتو.

(مينه)