د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف د جولای په ١٨مه نېټه په ازويستيا ورځپاڼې کې يوه مقاله خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هېڅ داسې ثبوت نشته، چې په اوکراين کې د امريکا پوځي بيولوژيکي ازموينې "سوله ييزه" او "ملکي" موخه لري.
لاوروف ویلي، ډېر داسې شواهد شته، چې امريکا د سولې په پلمه د بیولوژیکي وسلو د جوړولو لپاره د ناروغيو پر خطرناکو پنځوونکو ازموينې ترسره کوي.
د روسيې پوځ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې داسې شواهد موندلي، چې امریکا د بیولوژیکي وسلو له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
روسیې اړوند شواهد امريکا ته وړاندې کړي او د وضاحت غوښتنه يې ترې کړې ده.