د شينجيانګ د بدنامولو لپاره د امريکا ناکامې هڅې
CMG2022/07/20 14:56:00
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روان ۲۰۲۲م کال د جولای په ۱۴مه نېټه پارلمان ته د نژادي تصفيې او زورزياتي د مخنيوي لپاره د ايلي ويسيل(Elie Wiesel) قانون په اړه د ۲۰۲۲م کال راپور وړاندې کړی او پکې يې پر شينجيانګ يو ځل بيا د نژادي تصفيې او جبري کارونو په شمول بې بنسټه تورونه لګولي.

د امريکا نوموړی راپور د شينجيانګ د بدنامولو لپاره د شينجيانګ د تش په نوم جبري کارونو د مخنيوي د قانون په شان د بشري حقونو په پلمه هڅې دي، چې شینجیانګ له نړيوال صنعتي ځنځير څخه جلا کړي او په یاده سیمه کې د بې ثباتۍ عوامل جوړ کړي، څو د چين د پرمختګ د مخنيوي موخې ته ورسېږي. د بېلګې په توګه، امريکا د شينجيانګ د تش په نوم جبري کارونو د مخنيوي په قانون کې ليکلي، چې د پنبو، رومي بانجانو او پوليکريسټلين سيليکن (polycrystalline silicon) په شمول د شينجيانګ پر مهمو صنعتي چارو د بنديزونو لګولو ته لومړيتوب ورکړي.  ايا امريکا له کاروبار څخه د شينجيانګ د خلکو د محرومولو له لارې د هغوی بشري حقونه ساتي؟

هرڅومره چې راپورونه، ستراتېژۍ او لايحې صادرې کړي، د شينجيانګ د بدنامولو لپاره به د امریکا هېواد هڅې خامخا ناکامې شي. ځکه د نړيوالې ټولنې پر وړاندې حقيقت دا دی، چې شينجيانګ د خونديتوب، شتمنۍ او ورخلاصون په لوري د چټک پرمختګ په درشل کې دی.

اوس په چين کې د ګرځندوی تود موسم روان دی او شينجيانګ د ډېرو سيلانيانو انتخاب دی. د تېر لوی اختر د رخصتۍ په موده کې له شينجيانګ څخه د ليدونکو شمېر ۸ ميليونه، ۸۵۷ زره او ۸ سوه تنو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹.۸۷سلنه زياتوالی ښيي. د سيلانيزو چارو چټک پرمختګ د شينجيانګ ثابت او مداوم پرمختګ څرګندويي کوي.

د شمېرنو له مخې، له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له ۱۳۹ ميلياردو او ۸۰۰ ميليونو يوانو څخه ۱۵۶ ميلياردو او ۹۰۰ ميليونو يوانو ته لوړ شوی او د څه باندې ۱۷۰ هېوادونو او سيمو سوداګريز ملګري يې خپل کړي. د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د شينجيانګ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۶۷ ميلياردو او ۴۱۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰.۹ سلنه زياتوالی ښيي.

په شينجيانګ کې اقتصادي پرمختګ د ځايي خلکو د کاروبار لپاره ښه زمينه برابره کړې. د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې په شينجيانګ کې پر دندو د نويو ګومارل شويو کسانو شمېر ۲۶۳ زره تنه و. د شينجيانګ اقتصاد د نړيوال اقتصاد د ټيټوالي پر وړاندې له خطر او فشار سره د مقابلې پياوړی توان په ډاګه کړی.

په چين کې د ۱۳ هېوادونو د سوداګريزو او صنعتي ټولنو پلاوي د جولای په پيل کې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. د دغه پلاوي غړو د شينجيانګ ستاينه کړې. د ترکيې – چين د سوداګرۍ او دوستۍ ټولنې مشر اډنان اکفوراټي ويلي، چې شينجيانګ جغرافيوي غوره والی لري او د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ  اوږدو کې د زياتو پرتو هېوادونو د خلکو ژوند او سوداګريز چاپېريال یې ښه کړی دی.

د امريکا دغه پلمې او چلونه د شينجيانګ او نړۍ ترمنځ اړيکې نه شي پرې کولی او د حقيقت له معلومېدو څخه نړۍ نه شي په شا کولای.

 په نړيوالو قوانينو کې د نژادي تصفيې او جبري کارونو په اړه څرګند او دقيق تعريف ثبت شوی. د امريکا په شمول ځينې لوېديځ هېوادونه بايد د دغه مسئلې سم او دقيق تعريف او د معيارونو پر اساس د بشري حقونو په برخه کې د خپل وضعيت ارزونه وکړي.

د شمېرنو له مخې، د روان کال له پيل څخه د جولای تر ۵ مې نېټې پورې په امريکا کې تر ۲۲ زرو زيات وګړي د ډزو پېښو له امله وژل شوي دي. امريکا تر اوسه پورې د ميليونونو انديانو د عامه وژنې او د انديانو د جبري انتقال او کلتوري تصفيې په اړه پلټنې نه دي تر سره کړې او په افغانستان، عراق او سوريې کې د امريکايي ځواکونو د جنګي جنايتونو په اړه يې پلټنې نه دي پيل کړې او مجرمينو ته يې سزا نه ده ورکړې.

د امريکا رياکارانه بڼه او کړنې نړيوالو ته په ډاګه شوې دي. د شينجيانګ د بدنامولو لپاره د امريکا هر هڅه به خامخا ناکامه شي.