اوکراين: کيف او مسکو د غلو دانو د صادراتو په اړه موافقې ته نږدې شوي
CMG2022/07/20 11:24:47
شريکول:

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير ډیمیټرو کولیبا د جولای په ١٩مه نېټه په يوې تلويزيوني مرکې کې ويلي، چې روسيه او اوکراين د نړيوال منځګړيتوب په مرسته د اوکراين پر بندرونو د بندیزونو د لرې کولو او د غلو دانو د صادراتو د ستونزې د حل په اړه نږدې موافقې ته رسېدلي دي.

کوليبا ويلي، چې د اوکراين د غلو دانو د صادراتو خبرو اترو کې نه يوازې د دواړو هېوادونو د حکومتونو استازو، بلکې د نړيوالو سازمانونو منځګړو هم برخه اخيستې وه، خو په ټوله کې دا پروسه ډېره پېچلې روانه وه.

 کوليبا هیله ښودلې، چې روسیه مسؤلانه رويه وښيي، تړون لاسلیک او خپلې ژمنې پوره کړي.

نوموړي د مرکې په پای کې ويلي، چې لاهم د دې احتمال شته، چې يادې خبرې اترې د وروستۍ موافقې له لاسلیک مخکې ناکامې شي.