چين: نړيواله ټولنه باید د ماشومانو حقونه خوندي کړي
cmg2022/07/20 10:57:50
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د جولای په ۱۹مه نېټه د ماشومانو او وسله والو شخړو په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډې کې وويل، چې نړیواله ټولنه باید په هراړخیزه او جدي توګه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي او د دوی د حقونو پيمالوونکو ته باید سخته سزا ورکړي.

جانګ جون وويل، په شخړو کې د ماشومانو د خوندیتوب تر ټولو ښه لاره د جګړې پای ته رسول دي. امنیت شورا باید د نړۍ په هر ځای کې د اوربند لپاره هر ډول هڅې او د سیاسي حل لپاره هلې ځلې وکړي، تر څو په جګړه کې بند ماشومان خوندي او په سوله کې ژوند وکړي.

نوموړي وويل، هغو هېوادونو، چې د ماشومانو د حقونو تړون یې نه دی تصویب کړی، باید د ماشومانو پر وړاندې د جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي او باید د ماشومانو پر وړاندې جدي سرغړونې ودروي.

نړيوالو رسنیو په دې وروستيو کې راپورونه ورکړي، چې بهرنیو ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۱م کال پورې په بې توپیره توګه ملکي وګړي وژلي او حتی د "وژنې سیالۍ" یې ترسره کړي دي.

راپورونه وايي، چې د بهرنیو ځانګړو ځواکونو د دغو خپلسرو کړنو ډیری قربانيان ماشومان وو او مجرمینو ته یې باید سخته سزا ورکړل شي.