لي که چيانګ: چين به په مناسبه اندازه کې د اقتصادي پرمختګ د ساتلو په پار اوسنيو عمومي تګلارو ته دوام ورکړي
CMG2022/07/20 11:26:30
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د جولای په ۱۹ مې نېټې د نړيوال اقتصادي فورم د صنعتکارانو په ځانګړې ويډيويي غونډه کې ويلي، چې چين به اوسنيو عمومي تګلارو ته دوام ورکړي، څو په روان کال کې اقتصادي پرمختګ يوې ښې کچې ته ورسېږي.

نوموړي ويلي، چې په مناسبې اندازې کې د اقتصادي پرمختګ د ساتلو لپاره،  تر ټولو مهمه چاره دا ده، چې د کار موندنې وضعيت او د توکو د بيو ثبات وساتل شي.

نوموړي زياته کړې، يوازې په چين کې د کار موندنې کچه لوړه شوې، د خلکو عوايد يې زيات شوي او د توکو بيې پکې ثابتې روانې دي، نو دا به هم د منلو وړ وي، چې د اقتصاد پرمختيايي سرعت يې لږ څه چټک يا ورو شي. 

په مناسبې اندازې کې د اقتصادي پرمختګ ساتل دا معنی ورکوي، چې عمومي اقتصاد په دوامداره او سالمه توګه پرمختګ کولای شي.

(مينه)