د اسيايي لوبو شورا د جولای په ۱۹ مه نېټه اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۲م کال د هانګ جو ۱۹مې دورې اسيايي لوبې به د راتلونکي ۲۰۲۳م کال د سپټمبر په ۲۳ مې نېټې پېل او د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې دوام ومومي.
ټاکل شوې وه، چې دغه لوبې د روان کال د سپټمبر په ۱۰ نېټې پېل او تر ۲۵مې نېټې پورې ترسره شي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له امله ځنډول شوې دي.
د مالوماتو له مخې، د دغو لوبو په نوم کې بدلون نه دی راغلی او راتلونکي کال کې به هم د ۲۰۲۲م کال د هانګ جو ۱۹مې دورې اسيايي لوبو په نوم ترسره شي.
(مينه)