دغه نجلۍ اوس ډاکټره شوې او خپل کلي ته ستنه شوې ده
CMG2022/07/20 15:23:22
شريکول:

آغلې يو يان يي اوس ۲۳ کلنه ده، هغه په خټه د لي سو قوم وګړې او د چين په جنوب لوېديځ د يون نان ولايت په يوه کوچني غرني کلي کې زيږېدلې ده.

يو يان يي به په کوچنيتوب کې ښوونځي ته د تګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وه. هغه به هره ورځ پر نوجيانګ سيند د يوه تړل شوي اوسپنيز لاين له لارې د سيند بلې غاړه ته تلله او هلته به یې په لومړي ښوونځي کې زده کړې کولې.

هغه يوه ورځ د پخوا په څېر ښوونځي ته روانه وه، چې يوه ژورنالیست يې عکسونه واخيستل.دغه عکسونه په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شول او د ډېرو خلکو پاملرنه يې راجلب کړې وه.

څه موده وروسته، څو کسانو پر دغه سيند يو پل جوړ کړ او په دې سره د نجلۍ يو يان يي پر وړاندې د تګ لوی خنډ لرې شو او ښوونځي ته د تګ پر مهال به یې هیڅ د خطر احساس نه کاوه او نه به یې هم کومه ستونزه لرله.

يو يان يي اوس ډاکټره ده، هغه د روان کال په جون کې له پوهنتون څخه فارغه شوې او پريکړه يې کړې، چې خپل کلي ته ستانه شي او هملته د خپلو خلکو خدمت وکړي.

آغلې يو يان يي د نورو کسانو په مرستې له غرنۍ سيمې څخه ښار ته ولاړه او هلته يې په پوهنتون کې د زده کړو فرصت ترلاسه کړ.

هغې پرېکړه کړې وه، چې په درسونو کې به کوششونه کوي او يوه ورځ به بېرته خپل ټاټوبي ته ستنيږي او د خپلو خلکو خدمت به کوي.

يو يان يي پوهيږي، چې د هغې په ټاټوبي کې طبي شرايط ښه نه دي او د دغه کلي د لومړۍ محصلې په توګه غواړي، د خپلو خلکو خدمت وکړي. هغه په روان کال کې له پوهنتون څخه فارغه شوې او د خپل ټاټوبي په ځايي روغتون کې پر دندې ګومارل شوې ده.

يو يان يي به په راتلونکې سپتمبر کې خپلې طبي چارې پيل کړي او د ځايي اوسيدونکو د روغتيايي چارو په برخه کې به خدمتونه وکړي.