د چين د هنري موزيم د مشر او لوی هنرمند (وو وې شان) لخوا جوړ شوې برونزويي مجسمه د جولای په ۲۰ مه نېټه د جاپان د پلازمېنې توکيو په يوه پارک کې درول شوې او خلک يې لېدنې ته ورځي.
وو وې شان دغه مجسمه د چين د تانګ امپراطورۍ د بودايي راهب( جيان جن) په بڼه جوړه کړې ده.
د تاريخي مالوماتو له مخې، راهب جيان جن شپږ ځلې جاپان ته سفر کړی و او هغه مهال يې د چين او جاپان ترمنځ د کلتوري تګ راتګ په برخه کې مهم رول لوبولی او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ نښه بلل کيږي.
سږکال د چين او جاپان د سیاسي اړيکو د عادي کېدو ۵۰ مه کليزه ده.