د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د جولای په شلمه نېټه يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.
د چين د کرنې او کليو چارو وزارت د پرمختيايي پلانونو ادارې مشر ځنګ يان ده په يادې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې د چين د سږني دوبي د غلودانو توليدي اندازه نږدې ۱۵۰ ميلیارډو کیلو ګرامو ته رسیدلې او نوی تاريخي ریکارډ يې جوړ کړی دی.
په چين کې سږ کال د غنمو محصول ۱۳۵،۷۵ ميلیارډه کیلو ګرامه ښودل شوی، چې د تېر کال په پرتله ۱۲،۸۵ ميلیارډه کیلو ګرامه زیاتوالی ښيي.