د ایران، روسیې او ترکیې مشرانو د سوریې مسئلې په اړه درې اړخیزې خبرې کړي
CMG2022/07/20 10:58:27
شريکول:

د ايران ولسمشر ابراهيم رئیسي، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جولای د ۱۹مې نېټې په شپه د ايران په پلازمېنې تهران کې د استانه بهیر په چوکاټ کې د سوريې مسئلې د حل په پار د نظريو تبادله کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې نوموړو ۳ مشرانو له يادې غونډې وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې ويلي، چې د استانه بهیر د سوریې بحران د سوله ایز او دوامدار حل په برخه کې مخکښ رول لوبولی دی. دوی د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره پر خپلو ټینګو ژمنو یو ځل بیا ټینګار کړی، د هر ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د ګډ کار هوډ څرګند کړی او خپل باور یې یو ځل بیا تایید کړی، چې د سوریې جګړه له پوځي لارې نه شي حل کېدای.

ابراهيم رئیسي له غونډې وروسته په يوې ګډې خبري ناستې کې ويلي، چې ايران به د سوريې ملاتړ ته دوام ورکړي او له امريکا څخه غواړي، چې له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي. ولادیمیر پوتین ویلي، چې د سوریایانو لپاره د سولې د زمینې د برابرولو لپاره باید اړین ګامونه پورته شي او دوی باید د خپل هېواد د برخلیک پرېکړه وکړي او واک په خپل لاس کې واخلي.

 اردوغان ویلي، چې ترکیه به د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او هیله يې ښودلې، چې روسیه او ایران به هم په دې مبارزه کې د ترکیې ترڅنګ ودریږي.