سعودي عربستان: له چين سره خپلو ښو اړيکو ته دوام ورکوو
CMG2022/07/21 10:16:17
شريکول:

 د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په دې وروستیو کې له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې چین د سعودي عربستان تر ټولو لوی سوداګریز همکار او مهم پانګه اچوونکی دی.

نوموړي ويلي، چې سعودي عربستان له چين او امريکا سره ټينګې اړيکې لري او دوامدارې به يې وساتي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په شلمه نېټه په يوې خبري غونډې کې وويل، چې چين او سعودي عربستان هراړخيز ستراتيژيک همکاران دي، په بېلا بېلو برخو کې دوستانه همکارۍ  لري او خپلو خلکو ته يې د پام وړ ګټې رسولې دي.

وانګ ون بين زياته کړه، چې چين به له سعودي عربستان سره يو ځای د پيچليو نړیوالو او سيمه ییزو حالاتو پر وړاندې د خپلمنځي دوستۍ او نظر تبادلو د پياوړتيا، د سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاريو د ټينګتيا او د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو د ژورتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.