په جوزجان کې نژدې ۷۰۰۰ کسان پر کولرا اخته شوي
CMG2022/07/21 15:32:00
شريکول:

باختر خبري اژانس خبر ورکړی، چې د افغانستان په جوزجان ولايت کې نژدې ۷۰۰۰ کسان پر کولرا ناروغۍ اخته شوي، چې له امله یې ۱۲ کسان مړه شوي او ۲۶۴۴ تنه نور تر درملنې لاندې دي.

څه موده وړاندې د هلمند، زابل او کندهار ولايتونو څخه د کولرا ناروغۍ راپورونه ورکول کېدل، خو اوس د افغانستان له ډېرو سيمو د دې ناروغۍ راپورونه ورکول کيږي او ويل کيږي، چې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر هم مخ په زياتېدو دی.

د افغانستان د سرپرست حکومت د عامې روغتيا وزارت تر اوسه پورې پر کولرا د اخته کسانو عمومي شمېر نه دی خپور کړی.

روغتياپالان ګرمه هوا، ناپاکې اوبه او د روغتيا خراب شرایط د کولرا ناروغۍ د رامنځته کېدو عمده لاملونه بولي

.