د عراق په شمال کې د برید له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي
CMG2022/07/21 10:17:37
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د ګډو عملياتو قوماندانۍ د جولای په ۲۰مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد په شمال کې د کردانو د کورواکې سیمې پر استوګنځايونو د توغنديو د لګېدو له امله لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي. 

د عراق د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې دښمانانو د عراق پر ملي حاکميت بريد کړی او لویه سرغړونه يې کړې ده، خو د کوم هېواد او سازمان نوم يې نه دی اخېستی.

د عراق ولسمشر برهم صالح پر ټولنیزو رسنیو دغه بريدونه غندلي او پړه يې پر ترکيې ور اچولې ده، خو د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ په یوې اعلامیې کې د عراق ياد تور رد کړی دی.

 ترکیې په دې وروستیو کلونو کې څو څو ځلې د عراق او سوریې په خاورو کې بريدونه کوي او ادعا کوي، چې هلته د کردانو د کارګرو ګوند وسله وال مېشت دي.