د دا شو برج يعنې د کال تر ټولو ګرم وخت او روغتيايي وړاندي
CMG2022/07/21 15:26:41
شريکول:

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې، اوس د کال د څلورويشتو برجونو د دا شو برج پيل شوی او دغه وخت د کال تر ټولو ګرم موسم وي.

د کال په دغه موسم کې زيات بارانونه اوري او هوا مرطوبه وي او روغتياپالان وړانديز کوي، چې خلک باید په دغه وخت کې ښه خواړه وخوري.

چينايان له پخوانيو زمانو راهيسې د ګرمۍ پر مهال ډېر چای څښي.

د چين د هوا بې سيمې خلک د دا شو برج د را رسېدو او تېرېدو په درشل کې د پسه غوښې ښوروا څښي.

خلک په دوبي کې له کارونو ډېر ستړي وي، نو د پسه غوښه ډېر غذايي مواد لري او انسان ته انرژي ورکوي.

خلک بايد د ګرمۍ په وخت کې زياتې اوبه وڅښي او نرمه ډوډۍ او زياتې ميوې وخوري.