ایران په سوریې کې د ترکیې پر ممکنو پوځي عملیاتو اندېښنه ښودلې
CMG2022/07/21 10:31:40
شريکول:

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امير عبداللهیان د جولای په ۲۰مه نېټه ویلي، چې تهران په سوریې کې د ترکیې پر ممکنو پوځي عملیاتو اندېښنه لري. 

نوموړي په همدې ورځ په تهران کې له خپل سوريايي سیال فیصل مکداد سره په یوې ګډې خبري ناستې کې ویلي، چې ایران له ترکیې او سوریې سره تل ښه ډیالوګ کړی او د ستونزو د حل برخه کې يې ورسره هر وخت سلا مشورې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې د ایران، روسیې او ترکیې مشرانو د جولای د ۱۹مې نېټې په شپه د سوریې مسئلې په اړه درې اړخیزې خبرې اترې کړي او له جګړې څخه د سوریې د راوسېتلو او د دغه هېواد د سیاسي مسئلې د حل لپاره يې هڅې کړې دي. 

عبداللهيان هیله ښودلې، چې ترکیه له سوریې سره په سرحد کې د امنیتي ستونزو د حل په اړه د د درې واړو هېوادونو د مشرانو وړانديزونه په پام کې ونيسي او غور پرې وکړي.

  (هیله)