چین: د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتل همکارۍ ستر خطرونه لري
CMG2022/07/21 11:24:54
شريکول:

د چین د وسلو کنټرول او بې وسلې ټولنې او د دغه هېواد د اټومي صنعت د ستراتيژۍ طرحې او څېړنې عمومي اکاډمۍ څو ورځې مخکې د امریکا، بریتانیا او استرالیا د اټومي اوبتل په همکاريو کې د ذروي وسلو د خپرېدو خطر په عنوان یو ګډ څېړنیز راپور خپور کړی دی.

په دغه راپور کې راغلي، چې د یادو دریو هېوادونو د اوبتلونو همکارۍ به د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه مجبور کړي، چې په لومړي ځل د اټومي وسلو نه لرونکو هېوادونو ته په ټنو اټومي مواد برابر کړي او په دې سره به د اټومي موادو د خپرېدو سخت ګواښ رامنځته شي. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جولای په ۲۰مې نېټې په یوې خبري ناستې کې يو ځل بیا پر امریکې، بریتانیې او استرالیا غږ وکړ، چې د نړیوالې ټولنې اندېښنې له پامه ونه غورځوي او باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

نوموړي ويلي، چې امریکا، بریتانیا او استرالیا باید د اټومي موادو د نه خپرېدو نړیواله دنده پر غاړه واخلي او اټومي اوبتل د خپلمنځي همکاريو په اړه باید ناسمې پرېکړې لغوه کړي.

 (هیله)