سوناک او تروس د بريتانيې د محافظه کار ګوند د مشرتابه د ټاکنو وروستي پړاو ته لار موندلې
CMG2022/07/21 11:05:17
شريکول:

د بريتانيې د محافظه کاره ګوند د مشرتابه د ټاکنو ۵م پړاو د جولای په ۲۰ مه نېټه پای ته رسیدلی، چې له مخې يې د دغه هېواد د ماليې پخوانی وزير ريشي سوناک او د بهرنيو چارو وزيره اليزابيت تروس د مخکښو کانديدانو په توګه پيژندل شوي او وروستي پړاو ته یې لاره موندلې ده.

د مالوماتو له مخې، ښاغلی سوناک د پارلمان ۱۳۷ محافظه کار ګوند غړو ملاتړ تر لاسه کړی او مېرمن تروس ۱۱۳ رايي خپلې کړې دي.

د دغه هېواد د دفاع پخوانۍ وزيره پېني موردانټ هم د ګوند مشرۍ ته نومانده وه، خو ډېرې کمې رایې ترلاسه کړي او نه ده توانېدلې، چې د رايو وروستي پړاو ته لار ومومي.
 (مينه)