د اوکراین پر زاپورژي اټومي برېښناکوټ د ډرونونو برید شوی
CMG2022/07/21 15:03:00
شريکول:

رشيه ټوډۍ ورځپاڼې د جولای په ۲۰مه نېټه خبر ورکړی، چې اوکرایني ځواکونو په همدې ورځ د دغه هېواد په اینرګدار ښار کې پر زاپورژي اټومي برېښناکوټ د ډرونونو برید کړی، چې له امله يې د ياد برېښناکوټ ۱۱ کارکوونکي ټپیان شوي او د ۴ ټپيانو حالت نازک ښودل شوی دی.                         خبر وايي، چې اوکرایني ځواکونو پر یاد اټومي برېښناکوټ د ډرون ۳ بريدونه کړي، چې له امله يې ځيني ودانۍ سوځيدلي، خو اټومي جنراتورونو ته پکې زيان نه دی اوښتی.                   

 روسیې د اوکرایني ځواکونو د دغه برید موخه ځايي وګړیو، په تېره بیا د اټومي برېښناکوټ کارکوونکو ته لوی ګواښ بللی دی.  (هیله)