د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۱مه نېټه د ځوانانو نړيوال پرمختيايي فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پيغام کې ځوانان د هيلو استازي او د ټولنيز پرمختګ قوي ځواک بللی او ويلي يې دي، چې ځوانان د هېواد ښه راتلونکی برابرولی شي او د چين حکومت د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخه کې دوی مثبت رول لوبولو ته هڅوي.
شي جين پينګ هيله مندي ښودلې، چې د ځوانانو ياد فورم به د نړيوال پرمختګ او د ځوانانو د پرمختګ مهم ډګر وګرځي او د نړيوال يووالي د ساتلو لپاره به د ځوانانو غږ راپورته کړي او نړيوال پرمختګ او ترقي به مخته يوسي.
نوموړي په پيغام کې ويلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو ځوانان دې د سولې، پرمختګ، عدالت، ډيموکراسۍ او ازادۍ په اړه د انسانانو ګډو ارزښتونو ته وده ورکړي او د خپلو کړنو له لارې دې نړیوال پرمختيايي وړانديز او د ۲۰۳۰م کال د ملګرو ملتونو دواملرونکې پرمختيایي اجنډا پلې کړي او د نړيوالو ځوانانو د يووالي او همکاريو د لاپياوړتيا لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
(غاټول)