د بلژيک د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې د دې هېواد د فدرالي حکومت په استازیتوب په يوې اعلاميې کې ويلي، چې چيني هېکرانو د بلژيک د کورنیو چارو او دفاع پر وزارتونو انټرنېټي بریدونه کړي او له چین څخه یې غوښتي، چې د اړوندو کړنو پر وړاندې اقدام وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په شلمه نېټه په يوې خبري ناستې کې وويل، چې هېواد يې له ټولو هېکرانو او سایبري بريدونو سره مخالفت او غندنه کوي.
نوموړي ويلي، چې بلژيک پر چین د سایبري بریدونو يوه اړخیزه ادعا کړې، خو په تحقیقاتو کې يې له چین څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې او نه یې هم حقایق ورته وړاندې کړي دي.
نوموړي وويل، چې چين د بلژيک له دغه غیر مسؤلانه عمل سره ټينګ مخالفت کوي.