د چين د انساني ځواک او ټولنيز ضمانت وزارت د جولای په ۲۲مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړې ده.
ياد وزارت وايي، چې د چين بېلا بېلو سيمه ييزو ادارو د روان کال په بهير کې د پيچلي نړيوال چاپېريال او په کور دننه د کورنا وبا له منفي اغېزو سره سره، د دغې وبا د کنټرول او د اقتصادي پرمختګ د هڅونې په دواړو برخو کې مناسب او اغېزمن تدبيرونه نيولي او د خلکو د روزګارۍ د تامينولو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي.
د چين په ښارونو او علاقه داريو کې له جنورۍ څخه تر جون پورې د نويو استخدام شويو کسانو شمېر ۶ ميليونه او ۵۴۰ زرو تنه ښودل شوی، چې دغه رقم د سروکال د موخې له ۵۹ سلنې سره برابر دی.
سروې ښيي، چې د روان کال په لومړۍ ربعې کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د بې روزګارۍ ونډه ۵.۵ سلنه وه او په ټيټه کچه کنټرول شوې ده.