د اروپايي ټولنې شورا د جولای په ۲۱مه نېټه پر روسيې د بنديزونو نوې مسوده تصويب کړې، چې له مخې یې اروپايي ټولنې ته د روسيې د سرو زرو پر صادراتو بندیز لګيدلی او د کنټرول او محدوديت د موادو او تخنيکونو لېسټ يې پراخ کړی دی.
اروپايي ټولنې د روسیې پر سرو زرو د بندیزونه موخه دا ياده کړې، چې مسکو ترې په پوځي او دفاعي چارو کې استفاده ونه کړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا د اروپايي ټولنې د يادې پرېکړې په غبرګون کې ويلي، چې پر روسيې د اروپايي ټولنې د څو پر له پسې کالونو د بنديزونو د فشار پالیسۍ نتيجه نه ده ورکړې، خو برعکس پر نړيوال اقتصاد او امنيت يې بدې اغېزې کړې دي او زیانونه يې ورځ په ورځ څرګنديږي.
د اروپايي ټولنې شورا په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د يادې مسودې له مخې، هيڅوک د دې ټولنې غړو هېوادونو ته د روسیې سره زر، جوهر او نورې قيمتي ډبرې نشي صادرولی او نه هم له نورو هېوادونو د روسيې قیمتي ډبرې انتقالولی شي.
اعلاميه زياتوي، چې د کنټرول او محدوديت د موادو لېسټ د روسيې د هغو کړنو د مخنيوی لپاره پراخ شوی، چې دغه هېواد اړوند مواد تر لاسه کوي او په پوځي او دفاعي چارو کې ترې پراخه استفاده کوي.
د اروپايي ټولنې په يادې مسودې کې د پوځي او ملکي غوره تخنيکونو پر صادراتو هم کنټرول او محدوديت لګيدلی دی.