شي جين پينګ د سريلانکا منتخب ولسمشر رانيل ويکريميسينخا ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/07/22 20:34:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای  په ۲۲مه نېټه د سريلانکا د ولسمشر په توګه د رانيل ويکريميسينخا د ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته مبارکۍ پيغام  ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې په دې اړه باور څرګند کړی، چې سريلانکا به د ولسمشر ويکريميسينخا په مشرۍ له موقتي ستونزو څخه ووځي او د اقتصادي او ټولنيزې احيا بهير به پيل کړي.

دغه راز شي جين پينګ ويلي، چې د چين او سريلانکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې د ولسمشر ويکريميسينخا او د دغه هېواد د خلکو ملاتړ وکړي او د خپل توان په اندازه ورته مرستې ورکړي. شي جين پينګ هيله ښودلې، چې دواړه هېوادونه به خپلمنځي عنعنوي دوستۍ ته دوام ورکړي،سياسي اعتماد به لا پياوړی کړي او خپلمنځي ستراتيژيکې اړيکې به لا ټينګې کړي.