په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۵۶۴ ميليونو، ۱۲۶ زرو او ۵۴۶ ته رسېدلی
CMG2022/07/22 09:54:21
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د جولای په ۲۱ مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر مخت د روانې مياشتې د ۲۱ مې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱ ميليون، ۱۲ زره او ۱۰۸ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۶۴ ميليونو ۱۲۶ زرو او ۵۴۶ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲ زره او ۲۲۵ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونو ۳۷۱ زرو او ۳۵۴ ته رسېدلی دی.

(مينه)