د ځوانانو نړيوال پرمختيايي فورم د جولای په ۲۱ مه نېټه د چين په پلازمېنې بېجينګ کې پرانېستل شو.
په دغه فورم کې د نايجر ولسمشر محمد بازوم، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس او د نړيوال اقتصادي فورم جوړونکي او اجرائيه رئيس کلاوس سواب په شمول ۱۰۰ کورنيو او بهرنيو مېلمانو او د ۱۰۰هېوادونو د دوه زرو ځوانانو استازو ګډون کړی دی.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد فورم ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
د مالوماتو له مخې، ياد فورم د چين د ځوانانو د ګډې ټولنې له لوري جوړ شوی، چې د کارګرو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د يونيسکو سازمان، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام او د نړيوال اقتصادي فورم په شمول ۷ سازمانونو يې ملاتړ کړی دی.