په پاکستان کې د سختو بارانونو له امله ۲۸۲ تنه مړه شوي
CMG2022/07/22 10:35:43
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د جولای په ۲۱ مه نېټه ويلي، چې په دغه هېواد کې د جون له ۱۴ مې نېټې راهيسې سخت بارانونه اوري، چې له امله يې سيلابونه راوتلي دي.

يادې ادارې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې سختو بارانونو او سیلابونو د روانې مياشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې په پاکستان کې ۵۶۴۸ کورونه ړنګ کړي، لږ تر لږه ۵۵۹ کليومتره سړکونه  او ۲۲ پلونه يې ويجاړ کړي او ۱۶۵۴ څاروي يې وژلي دي.

د مالوماتو له مخې، زورور سيلابونه په بلوچستان کې راوتلي او ډېرې سيمې يې زيانمنې کړې دي.

دغو سيلابونو په بلوچستان کې ۸۸ تنه مړه کړي او ۶۲ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

(مينه)