دروپدي مورمو د هند نوې ولسمشره وټاکل شوه
CMG2022/07/22 14:58:56
شريکول:

د هند د ولسمشريزو ټاکنو پايله د جولای په ۲۱مه نېټه خپره شوه.

د هند د واکمن ګوند بي جې پي(BJP) په مشرۍ د ملي ډيموکراتيک اتحاد (NDA) نوماندې دروپدي مورمو د اپوزېسيون نوماند یشنوت سينها ته ماتې ورکړې او د هند د نوې ولسمشرې په توګه ټاکل شوې ده.

مورمو به د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه لوړه کړي او د  اوسني ولسمشر رام نات کويند ځايناستې به شي.

دروپدي مورمو د هند يوه قبايلوي سیاستواله ده او د دغه هېواد په تاريخ کې به دويمه ښځېنه ولسمشره وي.