د سوريې پوځ د جولای په ۲۲ مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرایيلي ځواکونو په همدې ورځ د سوریې د پلازمينې دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله یې ۳ سوريايي سرتيري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
اعلاميه وايي، چې اسراييلي ځواکونو د نيمې شپې په ۱۲ بجو او ۳۲ دقيقو له ګولان لوړې څخه د دمشق پر شاوخوا سيمو هوايي بريدونه کړي او د سوريې د هوايي دفاع ضد سيستم يې زياتره توغندي په هوا کې شنډ کړي دي.
اعلاميه زياتوي، چې د اسراييلي ځواکونو په ياد بريد کې د سوریې د ځواکونو ځيني تاسیسات هم تخريب شوي دي.
(مينه)