د ايټاليې لومړي وزير دراغي استعفا ورکړې
CMG2022/07/22 10:09:52
شريکول:

د ايټاليې ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې د دې هېواد لومړي وزير ماريو دراغي د جولای په ۲۱مه نېټه ولسمشر سېرګيو ماتاريلا ته خپل استعفا ليک سپارلی دی.

ولسمشر ماتاريلا د دراغي استعفا منظوره کړې، خو له نوموړي هيله کړې، چې د ايټاليې د نوي صدراعظم تر ټاکل کېدو پورې د سرپرست په حېث خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دراغي د ۲۰۲۱م کال په فبرورۍ کې د اېټاليې د لومړي وزير په توګه وټاکل شو او د دې هېواد د ايتلافي حکومت مشري يې پر غاړه درلوده.

راپورونه وايي، چې د اېټالیې اقتصاد د انرژۍ د بيو د لوړوالي‌ او د انفلاسيون له امله مخ په ځوړ روان دی او د حکومت پر وړاندې يې سختې ستونزې راولاړې کړې دي.