چين پر سوريې د يو اړخيزو بنديزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه
CMG2022/07/22 10:30:47
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جولای په ٢١مه نېټه د دې سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د سوريې د بشري حالاتو په اړه خبرې کړي او له اړوندو هېوادونو يې غوښتي، چې سمدستي پر سوريې يو اړخيز بنديزونه لرې کړي.

نوموړي له امنيت شورا څخه هم غوښتي، چې په دې اړه روښانه دريځ غوره کړي.

 

دای بينګ يو ځل بيا پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې يو اړخيز بنديزونه د سوريې د اقتصاد او ټولنې پر بيارغونې او پرمختګ بې حسابه منفي اغېزې لري، په دغه هېواد کې د نړيوالو بشري ادارو فعاليتونه يې محدود کړي او د بشري بحران د حل پر وړاندې يې خڼدونه را ولاړ کړي دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې پر سوريې يو اړخيز بنديزونه سمدلاسه لغوه کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه ۲۶۴۲م پرېکړه لیک تصویب کړی، چې له مخې یې سوریې ته د بشري مرستو د رسولو اجازه د شپږو میاشتو لپاره غځول شوې او د موجوده باب الحوا د پولې يا سرحد واک یې د ۶ میاشتو لپاره يعنې د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې تمدید کړی دی.

پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د باب الحوا د پولې واک د نورو شپږو میاشتو لپاره هم تمدید کیدای شي، خو دا د امنیت شورا بل پریکړه لیک ته اړتیا لري.

(ژباړه: شکريه)