سپينې ماڼۍ د جولای د ۲۱ مې نېټې په سهار خبر ورکړی، چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټېسټ مثبت ختلی دی.
خبر وايي، چې جو بايډن د کرونا وبا لږې نښې نښانې درلودې.
د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې کارينا جېن پيير په يوې اعلاميې کې ويلي، چې جوبايډن د کرونا ويروس ضد درمل کاروي او اوسمهال په سپينې ماڼۍ کې قرنطين دی او په انلاين بڼه خپلې چارې پر مخ وړي.
جو بایډن د کرونا وبا ضد واکسينونه هم لګولي دي.
اعلاميه زياتوي، چې جوبايډن به له درملنې او د کرونا ټېسټ منفې کېدو وروسته خپلې عادې چارې پېل کړي او سپينه مانۍ به هر ورځ له رسنيو سره د نوموړي د فزيکي حالت په اړه تازه مالومات شريک کړي.
(مينه)