په امریکا کې به د کرونا وبا ناورین لا سخت شي
CMG2022/07/22 14:47:35
شريکول:

د امریکا جان هاپکېنز پوهنتون تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د بيجېنگ په وخت د جولای د ۲۱مې نېټې د سهار تر ۶بجو او ۲۱ دقیقو پورې په دغه هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۹۰ میلیونو، ۱۳ زرو او ۴ سوو کسانو ته رسېدلی او د دغې وبا له امله د مړینې عمومي شمېر ۱ میلیون، ۲۵ زرو او ۶ سوو ته رسېدلی دی، چې په دې شمېرو سره امريکا په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا د ځپونکي هېواد لومړی مقام خپلوي.

په امریکا کې څه باندې ۹۰ میلیونه کسان پر کرونا وبا اخته شوي، دغه شمېر دا مانا لري چې له هرو ۳ امریکایانو څخه یو تن پر کرونا وبا اخته دی. خو د امریکا کارپوهانو او رسنیو په اشارې سره وویل، چې اوس ډېر امریکایان په پخپله په کورونو کې ټیسټ کوي یا ټیسټ بیخي نه کوي، نو ښايي په امریکا کې پر کرونا وبا د اخته کسانو واقعي شمېر نور هم زیات شي.

سربېره پر دې، په امریکا کې څه باندې ۶ میلیونه ماشومان پر کرونا وبا اخته شوي او تر اوسه څه دپاسه ۲۵۰ زره ماشومانو د دې وبا له لاسه خپلې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي دي. ښايي په راتلونکو کلونو کې به د دغه نسل ماشومان له ذهني ستونزو سره مخ وي.

امریکا په نړۍ کې یوازینی زبر ځواک هېواد دی چې د کرونا وبا ضد مبارزې په برخه کې يې تر ټولو لویه ماتې وخوړه. له دې ښکاري، چې د واشنګټن سیاسي نظام او د دغه هېواد اداره بيخي بې تفاوته ده او امریکايي سیاستوالو د وګړیو امنیت او خوندیتوب په پرتله خپلو سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

امریکا د سږ کال له فبرورۍ راهیسې ګام په ګام د کرونا وبا ضد کنټرول تدبیرونه نرم کړي او په بېلابېلو ایالتونو کې د ماسک اچولو حکم لغوه شوی او په ډېرو ایالتونو کې د کرونا وبا ټیسټ ځایونه وتړل شول. روغتیايي کارپوهانو گواښ وکړ چې په بېړنۍ توګه د کرونا وبا د کنټرول تدبیرونه لغوه کول یوه تېروتنه ده. واشنګټن د گرځندوييزو چارو د بیا هڅولو لپاره د سږ کال د جون له ۱۲مې نېټې څخه امریکا ته د نړیوالو سیلانیانو د روغتیايي سند غوښتنه نرمه کړې ده.

 NPR رسنۍهغه وخت اندېښنه وښودله چې په دې سره به ښايي په متحده ایالتو کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر لا زیات شي.

خو امریکايي سیاستوالو دغه شان عيني غږ ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. دوه کاله مخکې د امریکا په ټولټاکنو کې د کرونا وبا ضد مبارزه یو د پاملرنې وړ عمل و، خو نن ورځ د امریکا د سیاستوالو په اجنډا کې د کرونا وبا ضد مبارزه په پر له پسې توګه شا ته پرېښودل شوې. د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره بېلې پیسې د سیاستوالو لخوا په خپل سره مصرف شوې دي.

د مثال په توګه، د امریکا د استازيو جرګه د سږ کال په مارچ کې د یو حکومتي لګښت مسودې د تصویبېدو لپاره د کرونا وبا ضد د 15.6 میلیاردو ډالرو په ارزښت یو لګښت لغوه کړی، پر ځای يې له اوکراین سره د 13.6 میلیاردو ډالرو د مرستې پلان تصويب کړی دی. 

ډېرو امریکايي کارپوهانو او رسنیو اټکل کړی، چې امریکا به ښايي په راتلونکو میاشتو کې د کرونا وبا له نورو سختو ننګونو سره مخ وي. د امریکا د الرژي او ساري ناروغیو د دولتي څېړنيز انسټیټیوټ مشر انټوني فوسي Anthony Fauci څو ځلې گواښ کړی، چې په امریکا کې د کرونا وبا لویه خپرېدا نه ده ختم شوې، نوې څپه ښايي د سږ کال په مني کې بيا رامنځته شي.

د سږ کال په مې میاشت کې کله چې په متحده ایالتو کې د کرونا وبا له امله د مړه کسانو شمېر یو ميليون وگړو ته رسېدلی، ولسمشر جوبایډن وویل، چې دا له خواشينۍ څخه ډکه شېبه او پړاو و، او پر امریکايانو يې غږ وکړ چې بايد پر دغې خواشينۍ بې حسه نه شي. خو د کنایې وړ خبر دا دی چې د امریکا سیاستوال اوس پر دغې خواشينۍ بیخي بې حسه شوي دي.