د عرب د تحول او بدلون نخښې (Arab Barometer)په نوم د سروې ګانو نړيوال ارګان په دې وروستيو کې د سروې دوه راپورونه خپاره کړې. په دغو راپورونو کې راغلي، چې د لویديځ د ډيموکراټيک ميکانيزم په اړه د عربي هېوادونو د زياتره خلکو باور د ورکېدو په حال کې دی او د دې ترڅنګ د چيني موډل جذابيت مخ پر زياتېدو دی.
د مراکش، تونس، عراق، سوډان، ليبیا، اردن، لبنان، موريتانيا او فلسطين په شمول د ۹ هېوادونو ۲۳ زرو وګړو په دغه سروې کې ګډون کړی و. د عرب د تحول او بدلون نخښې ويبپاڼې د جولای په پيل کې د يادې سروې د نتيجو له مخې دوه راپورنه خپاره کړل، چې عنوانونه يې په جلا جلا توګه (( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي)) او (( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې)) دي.
(( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي)) په راپور کې راغلي، چې په تېرو لسو کلونو، په تېره بيا تېرو پنځو کلونو کې پر لويديځې ډيموکراسۍ د منځني ختيځ او شمالي افريقا د عربي هېوادونو د خلکو شکونه زيات شوي او ډېری خلک په دې نظر دي، چې د لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم د اقتصادي احيا، د ټولنيز نظام د خونديتوب او د حکومت د پرېکنده اقداماتو د هڅولو لپاره ګټور نه دی. په تونس او عراق کې د سروې د هغو برخوالو وګړو ونډه د تېرو لسو کلونو د سروې د نتيجې په پرتله نژدې ۵۰ سلنه زياته شوې، چې دوی له يادو نظريو سره موافقه لري. د سروې په هر برخوال هېواد کې له نيمايي زياتو ګډون کوونکو څرګنده کړې، چې دوی د تګلارو د تطبيق او عملي کېدو لپاره د حکومت اقداماتو ته ډېره پاملرنه کوي.
(( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې)) په راپور کې راغلي، چې چين د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد له لارې له دغې سيمې سره اقتصادي اړيکې پياوړې کړي، خو امريکا په دغه سيمه کې لګښتونه کم کړي او خپل ستراتيژيک تمرکز یې اسيا او ارام سمندر سيمې ته اړولی دی. دغه راز له مراکش پرته د سروې په نورو ۸ هېوادونو کې زياتره خلک چين د امريکا په پرتله د هرکلي وړ هېواد بولي. په دغو ۸ هېوادونو کې د سروې لږ تر لږه يو په درېيمه برخه برخوال وګړي په دې نظر دي، چې امريکا سخت اقتصادي خطر دی. په نژدې ټولو ۹ هېوادونو کې د سروې د برخه والو وګړو په اند، امريکا غواړي د مرستو له لارې پر دغو هېوادونو اغېزې وکړي. د چين د مرستو په اړه د سروې د برخه والو وګړو د شکونو کچه د امريکا د مرستو په پرتله ډېره ټيټه ده.
نوموړي دوه راپورونه ښيي، چې د لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم د کمزوري موثريت او توان، پر ځايي اقتصاد د امريکا د خطر او د ځايي اقتصاد د خړ راتلونکي پر وړاندې، عربي خلک خپل نظر د چيني موډل په شمول نورو سياسي ميکانيزمونو ته اړولی دی. د يادو راپورونو ليکوال او د امريکا د پرينسيټن پوهنتون پروفېسير مايکل روبينس ويلي، چې د چين موډل په تېرو ۴۰ کلونو کې ګڼ شمېر چينايان له بېوزلۍ څخه ژغورلي او د ډېرو هېوادونو خلک هيله لري، چې خپل هېوادونه د چين په شان چټک اقتصادي پرمختګ وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې له امله د سيمې د خوراکي موادو د خوندیتوب مسئله سخته شوې او د منځني ختيځ او شمالي افريقا خلک د خپلو هېوادونو د راتلونکي اقتصادي وضعيت په اړه بدبينه دي، نو دوی له لويديځ ډيموکراتيک ميکانيزم پرته له نورو سياسي نظامونو سره یې علاقه پيدا کړې ده.
د ياد راپور په پای کې ويل شوي، چې چين استعماري غوښتونکی هېواد نه دی او هېڅکله يې د منځني ختيځ او شمالي افريقا په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې، نو امکان شته، چې چين به په نژدې راتلونکي کې د امريکا په پرتله لا د هرکلي وړ هېواد وګرځي.
(( د منځني ختيځ او شمالي افريقا ډيموکراسي))
(( په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د چين او امريکا د سيالۍ په اړه د خلکو نظريې))