د ترکيې، روسيې، اوکراين او ملګرو ملتونو استازو د جولای په ۲۲مه نېټه د ترکيې په استامبول ښار کې د تور سمندر د بندر له لارې د زراعتي پيداوارو د صادرولو په اړه د تړون د لاسليک مراسم تر سره کړل.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتريس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تړون له لاسليک مخکې ويناوې وکړې. ګوتريس وویل، چې د نړۍ بېلابېلو بازارونو ته د زراعتي پيداوارو صادرول به د نړيوالو خوراکي توکو د کمښت کچه څه نا څه راکمه کړي او د خوراکي توکو بيې به ټيټې شي. دغه تړون بايد په پوره توګه تطبيق شي، ځکه چې نړۍ د خوراکي توکو د کمښت له بحران سره مقابلې کې دغه تړون ته اړتيا لري.