شي جين پينګ د مصر د جوړېدو د ۷۰مې کليزې‌ په مناسبت ولسمشر سيسي ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2022/07/23 14:49:54
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۳مه نېټه د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي ته د دې هېواد د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د مبارکۍ پيغام  ولېږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او مصر  ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي‌ له ولسمشر سيسي سره په ګډه هڅه وکړي،  څو يو له بل څخه کلک ملاتړ وکړي،‌ د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته وده ورکړي، د نړيوال پرمختګ د وړانديز د تطبيق لپاره همکاري وکړي، د پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې خوندي  وساتي، په نوي عصر کې د چين او مصر د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.