د امريکا د چيپ قانون د ځان لپاره یو خنډ دی
CMG2022/07/23 14:49:18
شريکول:

د امريکا د مشرانو جرګې په دې وروستیو کې د "چيپ قانون" په اړه یوه طرزالعمل  تصویب کړ ،چې د مشرانو او استازيو جرګو کې یې د دغه قانون په اړه د رایې ورکولو لپاره لاره هواره کړه.

د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی، چې دا قانون به د امریکا د سیمیکنډکټر صنعت پراختیا ته د وده ورکولو لپاره له ۵۰ ملیارډو ډالرو څخه ډېرې پانګې چمتو کړي. دا طرزالعمل په عمده توګه د اړوندو مالیاتو د کمولو لپاره کارول کېږي، ترڅو شرکتونه په امريکا کې د فابریکو جوړولو ته وهڅوي او له مخې  به یې د امريکا د سیميکنډکټر تصديو لپاره تش په نامه " کتاره " رامنځته کړي او په چين کې به د ګټه اخيستونکو شرکتونو پر پانګونو محدوديتونه ولګوي.

ليدل کېږي، چې د چين پر وړاندې د دغه قانون نيت ډېر څرګند دی. د چيپ صنعت یو لوړ نړیوال شوی صنعت دی، چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته اړتیا لري. په نړۍ کې د چيپ صنعت ځنځير جوړونه او پرمختګ د بازار د اصولو او د تصديو د ګډو انتخابونو پایله ده. د امريکا ځيني سیاستوال په قصدي ډول د ځنځیر ماتولو په هڅه کې دي چې دغه کړنه په څرګند ډول د بازار له قوانینو څخه سرغړونه  ده او د نړیوال صنعتي ځنځير ثبات  ویجاړوي.