د ډیجیټل چین پنځم نندارتون پیل شو
CMG2022/07/23 14:48:39
شريکول:

د ډیجیټل چین په نوم پنځم نندارتون د جولای په ٢٢مه نېټه په رسمي توګه پيل شو. دغه نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي او د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه به پای ته ورسیږي.

د ډیجیټل چین د سرمشریزې د یوې مهمې برخې په توګه او د ډیجیټلي پرمختګ د لاسته راوړنو د ښودلو لپاره د یوې کړکۍ په توګه، دغه نندارتون ۱۲ مهمې برخې لري، چې په سیستماتیک ډول د چین د ډیجیټلي پرمختګ وروستۍ لاسته راوړنې، د ډیجیټلي ټیکنالوژۍ وروستي  پرمختګونه او د غوره ډیجیټلي تمرینونو نمونې ښيي.

دغه راز په پام کې ده، چې په عين وخت کې به د نويو محصولاتو او نويو ټېکنالوژيو د خپرولو کنفرانسونه هم تر سره شي.

په دې نندارتون کې به نژدې ۵۰۰ ګډون کوونکي شرکتونه د ډیجیټلي ټیکنالوژۍ نوې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کړي.