جاپان بايد د خپلې ناوړې کړنې له امله نړيوالې ټولنې ته تاوان ورکړي
CMG2022/07/23 16:50:48
شريکول:

د جاپان د اټومي انرژۍ کمېټې د جولای په ۲۲مه نېټه سمندر ته د فوکوشيما اټومي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د توکيو بريښنايي شرکت پلان ته رسمي اجازه ورکړې.

اوس د فوکوشيما په اټومي برېښناکوټ کې له يو ميليون او ۲۵۰ زرو ټنو زياتې اټومي ککړې اوبه زېرميږي. که څه هم جاپان ويلي، چې دغه اټومي ککړې اوبه به له تصفيې وروسته سمندر ته خوشي شي، خو علمي څېړونکو دې ته په اشارې ويلي، چې په دغو اټومي ککړو اوبو کې راډيو اکتيف مواد نه شي له منځه وړلی او دغه راډيو اکتيف مواد به د اوبو د خوشي کېدو په ۵۷ ورځو کې د سمندري څپو له حرکت سره د ارام سمندر له نيمايي زياتې سيمې ته خپاره شي او له لسو کلونو وروسته به د ټولې نړۍ پر ټولو سمندرونو منفي اغېزې وکړي.

د جاپان حکومت د تېر کال په اپريل کې د يادې پريکړې له خپرولو راهيسې د نړيوالې ټولنې او کورنيو خلکو له شک او مخالفت سره مخ شوی دی. يو مسئولانه هېواد بايد د شک او مخالفت پر وړاندې سمدلاسه له نورو اړوندو خواوو سره د خپل پلان په اړه جدي او علمي څېړنې تر سره کړي، خو د جاپان سياستوالو د نړيوالو او وطنوالو له سختو غندنو او مخالفت  سربېره پر دغې ناوړې پريکړې ټينګار کړی.

د جاپان خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د فوکوشيما له اټومي برېښناکوټ څخه د ارام سمندر پر لوري د يو کيلومتر په اوږدوالي تر ځمکې لاندې نل ليکه جوړه شوې ده او د جاپان حکومت غواړي، چې د ۲۰۲۳م کال په پسرلي کې د اټومي ککړو اوبو په خوشي کولو پيل وکړي. د کوريا جمهوريت د چاپيريال ساتنې سازمان ويلي، چې د جاپان دغه کړنه له يوه اټومي ترهګريز بريد سره برابره ده.

د ملګرو ملتونو د سمندري قانون له مخې، بېلا بېل هېوادونه د سمندري چاپيريال د ساتنې او خونديتوب دنده لري او د نړيوالو قوانينو سره سم دې خپل مسئوليت پر غاړه واخلي. که جاپان خپلې ناوړې کړنې ته دوام ورکړي، نړيواله ټولنه له دغه هېواد څخه د تاوان د اخيستلو پوره حق لري.