د ډيجټلي چين د ابادۍ پنځمه سرمشريزه غونډه پرانيستل شوه
CMG2022/07/23 15:29:43
شريکول:

د ډيجټلي چين د ابادۍ پنځمه سرمشريزه غونډه د جولای په ۲۳مه نېټه د چين د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د اطلاعاتو او  نشراتو وزير هوانګ کون مينګ په انلاين ډول د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

وزير هوانګ کون مينګ په خپله وينا کې وويل، چې چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د ډيجټلي چارو په برخه کې مهم پرمختګونه او لاسته راوړنې تر لاسه کړي. دغه راز نوموړي زياته کړه، چې چين به ډیجیټلي صنعت او ډيجټلي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د عصري ښارونو د ابادۍ او د کليوالو سېمو د پرمختګ په برخو کې به د ډيجټلي تکنالوژۍ استعمال پياوړی کړي.