د قطر او ايران د بهرنيو چارو وزيرانو ټليفوني خبرې وکړې
CMG2022/07/23 14:57:55
شريکول:

د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان ټليفوني‌ خبرې وکړې. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو،‌ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو ،‌ په تېره بيا د ايران د اټومي‌ مسئلې په اړه د نظريو تبادله يې کړې ده.

محمد په یادو خبرو  کې وویل،‌ چې قطر له دې څخه ملاتړ لري،‌ چې د ايران د اټومي‌ مسئلې اړوندې خواوې د تړون د بيا تطبيق په اړه مذاکرات وکړي‌، څو يو مساوي تړون جوړ شي. عبداللهيان زياته  کړه، چې د ايران حکومت غواړي‌ يو ځواکمن او دايمي‌ تړون  رامنځ ته کړي. ده ټینګار وکړ، چې يوازې په داسې حال کې به تړون  رامنځ ته شي، چې امريکا خپله يواړخيزه افراطي غوښتنه لغوه کړي.