چين سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو په اړه د جاپان له پلان سره کلک مخالفت کوي
CMG2022/07/23 14:56:55
شريکول:

د جاپان توکيو برېښنا شرکت مخکې د دې هېواد اټومي کميټې ته سمندر ته د فوکوشيما برېښناکوټ ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان وړاندې کړی او اټومي کميټې د جولای په ۲۲مه نېټه دغه پلان تصويب کړی دی.

د  چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د جولای په ۲۲مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د ياد خبر په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې د جاپان حکومت د تېر کال په اپريل کې سمندر ته د فوکوشيما برېښناکوټ د ذروي ککړو اوبو د خوشي کولو پرېکړه وکړه، له هغه وروسته له دې پرېکړې سره د نړيوالې ټولنې او د جاپان د خلکو شکايتونه او مخالفت ډېر زيات  شو. د جاپان داسې کړنه ډېره بې مسئولانه ده او چين ورسره کلک مخالفت کوي.

دغه راز وانګ ون بين  زیاته کړه، چې چين يو ځل بیا له جاپان څخه غوښتنه لري، چې نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي، په علمي،‌  علني، شفاف او امنيتي ډول د ذروي ککړو اوبو مسئله حل کړي او  سمندر ته د ککړو اوبو د خوشي‌ کولو پلان لغوه کړي.

وانګ ون بین دا هم وویل، چې د اړوندو خواوو او نړيوالو سازمانونو تر موافقې مخکې ياد پلان نه شي‌ پيل  کولای.