نړیوال بانک به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره افریقا ته ۱۰۰ميلیونه ډالره برابر کړي
CMG2022/07/23 14:47:58
شريکول:

نړيوال بانک د جولای په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې دغه بانک به د افريقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ته ۱۰۰ميلیونه ډالره برابر کړي، ترڅو په افريقايي هېوادونو کې د ناروغيو د څارنې او د عامې روغتيا د بېړنيو حالاتو په وړاندې د غبرګون په برخو کې له افريقايي هېوادونو سره مرسته وکړي.

د افريقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز سرپرست مدیر احمد اوګویل وویل، چې دغه مرکز له نړیوال بانک سره همکارۍ ته سترګې په لار دی، ترڅو په راتلونکي کې د افریقايانو د روغتیا د ساتلو لپاره د نوموړو پانګو له لارې مثبت رول ولوبوي.