په نړۍ کې د اقليم د ګرمېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوي
CMG2022/07/24 11:23:09
شريکول:

په دې وروستيو کې په نړۍ کې د اقليم ګرمېدو ډېری هېوادونه زيانمن کړي دي.

په اروپا کې د روغتيا نړيوال سازمان د دفتر رئيس ويلي، چې يوازې په هسپانيا او پورتګال کې ګرمۍ د څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند اخيستی دی.

د ايټاليا حکومت د جولای په ۲۲ مه نېټه د دغه هېواد په ۱۶ ښارونو کې د ګرمۍ د زياتېدو پيشبيني کړې ده. د دغه هېواد د اور وژنې ادارې (اطفايې) ويلي، چې د روان کال د جون له ۱۵ مې - د جولای تر ۲۱ مې نېټې پورې يې په غرونو کې د اورلګېدونې ۳۲۹۲۱ پېښو ته رسیدګي کړې، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۰۴۰ زياتوالی ښيي.

رسمي شمېرنه همدارنګه ښيي، چې په روان کال کې په ايټاليا کې  ۲۷۰۰۰هکتاره، په فرانسه کې ۴۰۰۰۰ هکتاره او په هسپانيا کې ۱۹۹۰۰۰ هکتاره زراعتي ځمکې د اور لګېدنې له امله ويجاړې شوې دي.

د امريکا شمال ختيځ او جنوب هم د ګرمې هوا له امله زيانمن شوي دي. اې پي خبري اژانس وايي، چې د سږني دوبي هوا د تاریخ تر بل هر دوبي ګرمه ده او د دغه هېواد ځينې سيمې د برېښنا کمښت له ستونزې سره مخ شوې دي.