اروپايي ټولنه له نايجريا د طبيعي ګاز واردول غواړي
CMG2022/07/24 11:26:01
شريکول:

د اروپايي ټولنې د انرژۍ ادارې مرستيال بلدوين د جولای په ۲۳ مه نېټه وويل، چې دغه ټولنه غواړي له نايجريا زيات طبيعي ګاز ترلاسه کړي، څو له روسيې د رالېږدېدونکو طبيعي ګازو د احتمالي کمښت ستونزه هواره کړي. نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې له بهرنيو هېوادونو څخه اروپايي ټولنې ته ٪۱۴ صادر شوي مايع طبيعي ګاز له نايجريا څخه اخيستل کېږي او دغه برخه ښايي په راتلونکي کې لازياته شي.

اروپايي ټولنې د اوکراين د بحران رامنځته کېدو راهيسې پر روسيې څو پړاوه بنديزونه لګولي او هڅه يې کړې، چې د روسيې پر انرژۍ تکيه کمه کړي.