د روغتيا نړيوال سازمان: مانکي پاکس وبا په نړۍ کې د پام وړ بيړنۍ ناروغي بلل کېږي
CMG2022/07/24 14:24:23
شريکول:

روغتيا نړیوال سازمان د جولای په ۲۳مه نېټه اعلان کړی، چې په ډېرو هېوادونو او سيمو کې خپره شوې مانکي پاکس وبا د پام وړ بيړنۍ ناروغي او روغتيا ضد پېښه بلل کېږي.

ده ويلي چې دا په نړۍ کې د روغتيا ضد بيړنۍ او د پام وړ پېښه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان يې په اړه په لوړه کچه خبرداری ورکړی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د ارزونې له مخې، مانکي پاکس په اروپا کې لوړ پېښ کړی او د نړۍ په نورو سیمو کې يې د خطر کچه متوسطه ده. دا احتمال شته، چې مانکي پاکس په نړۍ کې لا ډېر خپور شي. د روغتيا نړیوال سازمان عمومي مدير تيدروس ادهانوم په همدې ورځ په مطبوعاتي غونډه کې وويل چې اوسمهال نړۍ له يوې نوې وبا سره مخ ده،‌ چې په نوې بڼه خپرېږي او د دې وبا په اړه معلومات لږ دي.

تر اوسه د روغتيا نړيوال سازمان ته د دې وبا د شتون په اړه  ۷۵ هېوادونو او سيمو راپور ور کړی او  پر مانکي پاکس د اخته شويو پېښو شمېر له ۱۶ زرو څخه اوښتی دی.